امریکایان دې د افغانستان له فضا ډرونز الوتکې لیرې وساتي
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره اوونۍ یوه کنفرانس ته وویل، د افغانستان د هوايي حریم د کارونې لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ،طالبانو ډلې پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره امریکا ته خبرداری ورکړ، د افغانستان په فضا کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د الوت دوام او ددغه هیواد دهوائي حریم خلاف ورزي به د واشنګټن لپاره بدې پایلې ولري ، په همدې خاطر دې متحده ایالات د افغانستان هوايي حریم ته د خپلو بې پېلوټه الوتکو له ورلیږلو ډډه وکړي.
په دغې اعلامیې کې ویل شوي،په وروستیو کې په قطر کې د لاسلیک شوې موافقې برخلاف د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په وسیله د افغانستان هوايي حریم د دوی په خبره اشغال کیږي .
د افغانستان په کابل کې په وروستۍ میاشتې کې دامریکا دپوځ په بې پيلوټه الوتکې په حملې کې چې په یوه کور ئې کړې ، د اوو ماشومانو پشمول لس عام افغانان وژل شوي دي. همداراز تېره میاشت په کابل او ننګرهار کې هم د بې پېلوټه الوتکو په مرسته ځینې بریدونه کړي دي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي تېره اوونۍ یوه کنفرانس ته وویل، د افغانستان د هوايي حریم د کارونې لپاره د طالبانو اجازې ته اړتیا نه لري .