متقي: امریکا دې د دوحې تړون ته زمن پاتې شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106358-متقي_امریکا_دې_د_دوحې_تړون_ته_زمن_پاتې_شي
متقي په دې ناسته کې بهرنيو ديپلوماتانو ته ويلي، چې دوی له نړۍ سره د نوي دوه اړخیز تعامل فصل غواړي پيل کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 01, 2021 10:50 Asia/Kabul
  • متقي: امریکا دې د دوحې تړون ته زمن پاتې شي

متقي په دې ناسته کې بهرنيو ديپلوماتانو ته ويلي، چې دوی له نړۍ سره د نوي دوه اړخیز تعامل فصل غواړي پيل کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د بهرنيو ديپلوماتانو لپاره مېلمستيا جوړه کړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې د خپل حکومت غوښتنې مطرح کړي.

متقي په دې ناسته کې بهرنيو ديپلوماتانو ته ويلي، چې دوی له نړۍ سره د نوي دوه اړخیز تعامل فصل غواړي پيل کړي.

طالب وزير له امریکا سره د دې ډلې د دوحې تړون د دغه تعامل او فصل ښه سرچينه ګڼلې او له امریکا يې غوښتي، چې دغه تړون ته زمن پاتې شي.

امير خان متقي له نړۍ سره د دغې ډلې په دوه اړخيزه احترام تاکید وکړ او ويې ويل، چې د دوه اړخيزو ګټو او متقابل درناوي په آساس به خپل تعاملات تر سره کوي.