طالبان به د کابل د امنیت له ګډوډونکو سره چلند وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i106416-طالبان_به_د_کابل_د_امنیت_له_ګډوډونکو_سره_چلند_وکړي
ایرانس پریس خبري اژانس وايي طالبانو ډلې د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان د ثبات او د امنیت ګډوډونکو ته خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 03, 2021 08:37 Asia/Kabul
  • طالبان به د کابل د امنیت له ګډوډونکو سره چلند وکړي

ایرانس پریس خبري اژانس وايي طالبانو ډلې د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان د ثبات او د امنیت ګډوډونکو ته خبرداری ورکړ .

د کابل د امنیت د پولیسو مسول مولوي نور احمد رباني نن د افغانستان د پلازمینې د امنیتي حالت په هکله په خپل وروستي راپور کښې په کابل کښې د جنایتکارانو او د امنیت یوشمیر ګډوډونکو نیول کیدا ته په اشارې سره وویل په ټول هیواد په تیره بیا کابل کښې به د امنیت او ثبات له ګډوډونکو عواملو سره سخت چلند وشي .

په افغانستان کښې د طالبانو حکومت ټینګار کړی دی دغه ډله د خلکو د امنیت برابرولو ته ژمنه ده او له هر هغه سړي یا ډلې سره چې د افغانستان د ښاریزو امنیت ګډوډ کړي چلند کیږي .

سره له دې په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د پلازمینې کابل په ختیځ کښې د ننګرهار ولایت او د کابل په شمول ځینې سیمې د ښاریزو پرضد د ترهګرو حملو ډګر دي .