افغانستان نمیبیا ته ستره ماتې ورکړه
(last modified Sun, 31 Oct 2021 13:39:04 GMT )
Oct 31, 2021 18:09 Asia/Kabul
  • افغانستان نمیبیا ته ستره ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د روان ټي ټوینټي نړیوال کپ په روانو سیالیو کښې نن د نمیبیا لوبډلې ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د شل اووریز نړیوال کپ په لړ کښې په خپلې دریمې سیالۍ کښې نمیبیا ته په ۶۲ منډو ماتې ورکړه.

په دغې سیالۍ کښې وړومبې بیټنګ یا توپ وهنه د افغانستان ټیم وکړه او محمد شهزاد ۴۵، حضرت الله ځاځي ۳۳ او محمد نبي ۳۲ منډې یا رنز جوړ کړل.

د افغانستان ټیم په ټاکلو شلو اورونو کښې د ۵ لوبغاړو په ورکولو سره ۱۶۰ رنز وکړل.

په ځواب کښې د نمیبیا ټیم په شلو اورونو کښې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۹۸ منډې وکړې او داشان افغانستان دغه لوبه د ۶۲ منډو په ستر توپیر سره وګټله.

د افغانستان له خوا حامد حسن او نوین الحق ۳، ۳ او ګلبدین نایب ۲ کسان آوټ کړل.

افغانستان په روان ټي ټوینټي سیالیو کښې تراوسه ۳ میچونه کړي چې یو یې بایللی او دوه یې ګټلي دي.

 

ټیګونه