امریکا دې د افغانستان تړل شوي شتمنۍ آزادې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i109712-امریکا_دې_د_افغانستان_تړل_شوي_شتمنۍ_آزادې_کړي
  د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ملاعبدالغني برادر خبرداری ورکړ ، چې  په افغانستان کې د اقتصادي مشکلاتو زیاتیدونکي ناسمې اغیزې به  دنړۍ پر نورو هیوادونو هم اغیزې وشیندي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 15, 2021 03:03 Asia/Kabul
  • امریکا دې د افغانستان تړل شوي شتمنۍ آزادې کړي

  د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ملاعبدالغني برادر خبرداری ورکړ ، چې  په افغانستان کې د اقتصادي مشکلاتو زیاتیدونکي ناسمې اغیزې به  دنړۍ پر نورو هیوادونو هم اغیزې وشیندي .

 ایرناخبری اژانس راپور ورکړ ، د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ملاعبدالغني برادر  پرون په کابل کې د صنائعو له خاوندانو سره  په یوې ناستې کې  وئيلي دي ،د امریکا  له خوا د افغانستان  تړل شوي شتمنۍ  د پخواني ولسمشر اشرف غني شخصي شتمنۍ نه دي اوباید آزادې شي .

 ملابرادر   ددې خبرې په کولو سره چې  نړۍ  په دې باب بې پروا ده  ووئيل ،  دنړیوالو هیوادونو دغه دریځ  د طالبانو لپاره  پوښتنه راپارونکی  دی .

 هغه خبرداری ورکړ ، چې  په افغانستان کې د اقتصادي مشکلاتو زیاتیدونکي ناسمې اغیزې به  دنړۍ پر نورو هیوادونو هم اغیزې وشیندي .

د افغانستان د تړل شوو شتمنیو  دآزادولو په باب د طالبانو د  حکومت د مشر د مرستیال څرګندونې په داسې حال کې بیانیږي ، چې  سپینې ماڼۍ د تیرې دوشنبې په ورځې  وئيلی دي ،تر دې دمه  دافغانستان د اسعاري زیرمو دآزادولو  لپاره هیڅ پروګرام  نشته ، خو  واشنګټن د افغانستان  له ولس سره د مرستو لپاره په لارو چارو پسې دی .