په افغانستان کې داداری فسادپه دودولوکې امریکااوانګلستان رول درلودلی دی
دافغانستان یوه تکړه شناندی او د دغه هیواد دعلومو داکاډمۍ ددآریانا افغان برخې مسئول حبیب ا... رفیع نن له مونږ سره په خصوصی خبرو کې په افغانستان کې دفساد دپراختیا ددلیلونو په باب وویل ، کله چې دبن کنفرانس جوړ شو او وټاکل شوه چې په افغانستان کې نوی حکومت واک ته ورسیږی ، نو ناټو او امریکائی پوځیانو په دغه هیواد کې داقتصادی او اداری مناسباتو په نوی بهیر کې ګوتې ووهلې .
هغه روښانه کړې له افغانستان سره نړیوالې مرستې شوی خو لومړنی تړون امریکایانو او دهغوی اړونده عواملو لاسلیک کاوه او بهرنیانو پرته له دې چې کوم کار ئې ترسره کړی وی پروژه ئې یوه افغان ټیکیدار ته ورکوله . ددغه تکړه افغان شناندی په ا ند، په دې اساس که په پیل کې دیوې پروژې لپاره یو لک ډالر بیلیدلی ، نو په نهایت کې به دولس نیم زره ډالره پاتیکیدل او په همدې خاطر ټوله پروژې یو ډول اجرا کیدلې چې له سټنډرونو سره ئې ډیر واټن درلود. هغه دانګریز لومړی وزیر ډیویډ کامرو ن دڅو ورځو مخکې هغو څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلی ئې وو افغانستان او نیجریه دنړۍ خورا فسادګر هیوادونه دی ، وویل ؛ انګلستان له هماغه پیله دافغانستان په باب ښه نیّت نه درلود. حبیب ا...رفیع همداراز سپارښتنه کړې افغانان باید پخپل هیواد کې له اداری فساد سره دمبارزې لپاره هوښیار او ځیر شی او خپل ملی مسئولیّت احساس کړی .