په چین کې د افغانستان  د ګاونډیانو غونډه جوړیږي
(last modified Sun, 27 Feb 2022 00:36:08 GMT )
Feb 27, 2022 05:06 Asia/Kabul
  • په چین کې د افغانستان  د ګاونډیانو غونډه جوړیږي

د پاکستان  خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې  چین د  افغانستان د ګاونډیو شپږو هیوادونو د دریمې غونډې کوربه معرفي کړ .

د بهرنیو عسکرو په تبیره د امریکایانو په وسله  دافغانستان  شل کلن نیواک او ددغه هیواد په لسګونو کلونو داخلی جنګونو تقریبا درست بیخ بینائي تاسیسات نابود کدی دی ، امریکایانو  دطالبانو  له ولکې سره په یووخت  له کوم پروګرامه پرته له افغانستانه پښې سپکې کړې  او  په دې وخت ئې  قدرت ته دطالبانو د رسیدا په پلمه  ددغه هیواد شتمنۍ هم کنګل کړې  چې دغې چارې د افغانانو ژوند  لاسخت او تریخ کړ .

چین ، ایران،پاکستان ،تاجیکستان ،ترکمنستان  او ازبکستان  چې درست د افغانستان ګاونډیان دي ، تر دې دمه ئې  دوه ځله په اسلام اباد او تهران کې د دغه هیواد دحالاتو په باب د بحث او خبرواترو لپاره غونډې جوړې کړي دي .

 تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ،  دپاکستان خارجه وزارت پرون ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره  دافغانستان  دوروستیو حالاتو په باب د خبرواترو  او بحثونو په خاطر  د دریمې غونډې وخت او ځاي هم  اعلان کړ .  ددغې اعلامیې په اساس ، بیجینګ به د مارچ په دیرشمه نیټه  د په افغانستان کې د انساني بحران او   داقتصادي مسئلو  په چورلیز توب سره  دافغانستان  د ګاونډیانو  دوه ورځنۍ  غونډې کوربه وي .

په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،  دپاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف به هم په دغې ناستې کې  ګډون وکړي .ډیری شناندي او کارپوهان وائي د روسیې او اوکراین ترمینځ تریګلتیاؤ   هم د افغانستان پر اوسني وضعیّت ډيرې اغیزې شیندلی او نړیواله ټولنه دافغانستان د حالاتو په باب توجه د کمولو په حال کې ده چې د افغانانو لپاره دبوږنونکي حالاتو د رامینځةکیدا ځیری ورکوي .  

 

ټیګونه