د افغانستان خپلواکۍ او حاکمیّت ته موتل داحترام په سترګه کتلي
هیواد به ئې هیڅکله هم د افغانستان هیواد او ولس په هر ډول شرائطو کې یوازې پرې نه ږدي او له دغه هیواد سره به مرستو ته دوام ورکړي .
د چین ولسمشر په یوه پیغام کې ووئیل ،دغه هیواد په ټولو وختونو او پړاؤنو کې د افغانستان د حاکمیّت او خپلواکۍ په باب له عزته ډک نظر درلودلی دی .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ ،د چین ولسمشر شی جین پین په پوه پیغام کې وووئيل،چې هیواد ئې په افغانستان کې له ثباته او سوله ایزې پراختیا څخه ملاتړ ته هماغه شان ژمن دی ، او یو سوله ایز،باثباته،پراختیا موندونکی اوسنبال افغانستان هغه شی دی چې د افغانستان ولس ئې هیله لري او همداشان داسې هیواد چې په راتلونکي کې د سیمې او نړیوالو هیوادونو یو ګډ همکار شي .
له دې مخکې هم د چین خارجه وزیر وانګ یي ددغه هیواد په کلني مطبوعاتي کنفرانس کې وئيلي وو ،له امریکا غواړي،چې د افغانستان په ضد دې بندیزونه لغوه کړي او ددغه هیواد دولس کنګل شوي شتمنۍ دې هم آزادې کړي .وانګ ئي وئيلی وو ،هیواد به ئې هیڅکله هم د افغانستان هیواد او ولس په هر ډول شرائطو کې یوازې پرې نه ږدي او له دغه هیواد سره به مرستو ته دوام ورکړي .