په میدان وردګو کې له زیانمنې کورنۍ سره نغده خوراکي مرسته وشوه
(last modified Sat, 02 Apr 2022 09:51:39 GMT )
Apr 02, 2022 14:21 Asia/Kabul
  • په میدان وردګو کې له زیانمنې کورنۍ سره نغده خوراکي مرسته وشوه

د افغانستان د مېدان وردګو ولايت طالب چارواکي له طبيعي پېښې څخه يوې زيانمنې کورنۍ سره د نغدې او خوراکي مرستې خبر ورکړ.

زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د افغانستان میدان وردګوولایت د (دایمیرداد) ولسوالۍ په (کوزې چنګې) کلي کې چې شاوخوا درې ورځې وړاندې په یوکور باندې له غره څخه د يوې لوې تيګي د ښویېدلو له امله دی وې کورنۍ څو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه له زیانمنې کورنۍ سره دیاد ولایت سیمه ایزو طالب چارواکو د ولایت له لورې (۱۰۰،۰۰۰)یو لک افغانۍ ، د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست او کډوالو چارو آمریت لخوا (۵۵۰) کیلو ګرامه اوړه، (۵۰) کیلو ګرامه غوړي ، (۷) کیلو ګرامه مۍ ، یوکېچن کېټ، يوحمام کېټ، خېمه، ترپال او د (۴۰) کمبلومرسته  اوشوه.

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي دریاست په وینا په دغه سیمه کې (۱۵) نور کورونه هم له ورته ګواښ سره مخ ووچې په وینا یې دوی دغه ستونزه له لوړو چارواکو سره شریکه کړې چې هر څومره ژر د دغه خطر مخه ونیول شي .

 

ټیګونه