د افغانستان په ختیځو ولایتونو باندې د پاکستاني الوتکو بمبار
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i114814-د_افغانستان_په_ختیځو_ولایتونو_باندې_د_پاکستاني_الوتکو_بمبار
د افغانستان په خوست او کوڼر ولایتونو کې د پاکستاني الوتکو د بمبار په پایله کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 16, 2022 08:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان په ختیځو ولایتونو باندې د پاکستاني الوتکو بمبار

د افغانستان په خوست او کوڼر ولایتونو کې د پاکستاني الوتکو د بمبار په پایله کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د کلید له راپور سره سم، تېره شپه د پاکستان جنګي الوتکو د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې د «وزیرستانی کډوالو» په کلي هوایي بریدونه کړي چي د امله یې ۳۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د کوڼر ولایت شلټن ولسوالۍ اړوند د چوګام په سیمه کې هم یو کور د پاکستاني الوتکو له لوري په نښه شوې چي د ځایي سرچینو د راپور له مخې په کې پنځه ماشومان او یوه مېرمن وژل شوي او یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

د کونړ اطلاعاتو او کلتور سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف افغان رسنیو ته وویل: "د توپچي بریدونو سلسله د ګاونډي هېواد لخوا د ۱۴ روژې راپدېخوا د کونړ پر دریو ولسوالیو شلټن، مروره او ناړۍ باندې پیل شوې ده ،زموږ مشران پرې خبر دي او کوښښ کوې چې د حل لاره ورته پیدا کړې. تېره شپه د همدې بریدونو پایله کې د شلټن ولسوالۍ چوګام کې پر څه کورونو ګولۍ لګیدلې چې د ښځو او ماشومانو په کې پنځه کسان مړه دي او یو ماشوم ټپي دی.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه پراته ولایتونه له تېرو شاوخوا ۱۱ کالو څخه د پاکستانیو توپچي بریدونو لاندې دي چې تراوسه په کې په سلګونو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او په زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.