ننګرهارکې ددیرش لوبډلو تر منځ د والیبال پېل شوې سیالۍ پای ته ورسیدې نور حال په راپور کښې لرو
زمونږ خبریال وايي د لوبو تنظیموونکي وایي په دې سیالیو کې له ختیځ زون څخه بېلابېلو لوبډلو برخه اخیستې وه .
د ننګرهار ولایت د ورزشي امریت د والیبال فدراسیون مشر ډاکتر منیرالدین خالد وایي د والیبال دغه سیالۍ د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ اړوند د وزیرو په غریزه سیمه کې چې دا مهال یې هوا سړه او د والیبال لوبو لپاره مناسبه ده د ځایي پخواني طالب مشر مولوي نیک محمد رهبر په نوم د هغه د کورنۍ او د ورزشي امریت د والیبال فدراسیون له لورې په ګډه ترسره شوې.
ډاکتر منیر الدین خالد وایي په دې سیالیو کې چې پنځه ورځې یې دوام وکړ او هره ورځ به څلور لوبې تر سره کیدې چې په پایله کې د مولوي نیک محمد رهبر او د خوګیاڼیو ولسوالۍ لوبډلې پاې لوبې ته ووتې او لوبه د مولوي نیک محمد رهبر دلوبډلې په ګټه پاې ته ورسیده.
دننګرهار ولایت د ورزشي امریت د والیبال فدراسیون مشر ډاکتر منیر الدین خالد وایي دې لوبو ته به هره ورځ له لرې سیمو څخه د سلګونه تنه د والیبال مینه وال نندارې ته راتلل چې د ځوان کول لپاره دتفریح یوه ښه وسیله هم وه.
نوموړي وویل د والیبال فدراسیون په پام کې لري چې د والیبال ورته سیالۍ په نورو سیمو کې هم ترسره کړي.
څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار ولایت دخوګیاڼیو ولسوالۍ اړوند د مملې په تاریخي بڼ کې د ننګرهار کونړ، لغمان او کابل ولایتونو تر منځ د والیبال سیالۍ تر سره شوې وې.