امیر خان متقي د اسلامي ملګرتیا سازمان له استازي سره وکتل
د اسلامي همکارۍ سازمان استازي ویلي چې دوي په افغانستان کې د ثبات ملاتړ کوي
د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان غړي او په بشري چارو کې د دغه سازمان مرستیال«طارق علي بخیت» ویلي چې دوي په افغانستان کې د ثبات ملاتړي او پلوي دي.
د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د اسلامي ملګرتیا سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخبیت سره په ملاقات کښې د افغانستان له موقته حکومت څخه د اسلامي ملګرتیا سازمان د ملاتړ او د مثبت تعامل قدرونه وکړه او ویې ویل چې طالبان له ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول د اسلامي همکاریو د سازمان له غړو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکي دي.
په دغې کتنې کښې د اسلامي ملګرتیا سازمان ځانګړي استازي هم وویل چې دغه سازمان به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي همکاریو سازمان تر دې وړاندې د افغانستان په تړاو غونډې هم جوړې کړې وې، خو د شنونکو په باور پایلې یې مثبتې نه وې.
په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت کابو لس میاشتې کیږي خو دغه حکومت تراوسه هیڅ کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.