د غني امنیتي صلاحکار هم افغانستان ته ستون شو
د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني امنيتي سلاکار جنرال حبیب الله احمدزی، نن بېرته هېواد ته راستون شو
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمیسیون د هڅو په پایله کې، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني امنيتي سلاکار جنرال حبیب الله احمدزی، نن بېرته هېواد ته راستون شو.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په همدې حال کې د طالبانو يو چارواکی احمد الله وثیق وايي، ډاکټر عبدالله وردګ هم هېواد ته راستون شوی دی.
وثیق وايي، ډاکټر عبدالله د سرطان یا کینسر ناروغۍ متخصص ډاکټر دی او غواړي چې په هېواد کې دننه د کنسر ناروغۍ د درملنې یو روغتیايي مرکز جوړ کړي.
د یادولو وړ ده، چې تېره ورځ له پخوانيو چارواکو سره د اړیکو کمېسیون په هڅو د جمهوریت په ولسي جرګه کې د سمنګان استازی محب الله فرقاني، د اوبو رسولو عمومي رییس حمیدالله یلاني او د لغمان او فراه پخوانی والي محمد آصف ننګ هم هېواد ته ستانه شول.