ملي خبرې له مشکلاتو د وتلو یوازنۍ لاره ده
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت یوه پیغام کښې د ملي خبرو اترو زر پیلیدل له ټولو مشکلاتو د هیواد د وتلو یوازنۍ لاره وبلله.
په افغانستان کښې نن لوی اختر دی.
حامد کرزي د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کښې وویل اتحاد او د خبرو او د تفاهم له لارې د ملي مسائیلو حل کول د یوه ملت د بریالیتوب راز دی.
کرزي یوځل بیا له شپږم ټولګي څخه بره د انجلیو د ښوونځیو په بیرته پرانیستل کیدا ټینګار وکړ او په طالبانو یې غږ وکړ چې د هلکانو او د انجلیو لپاره د زده کړې د زمینې د برابرولو په څنګ کښې له شپږم ټولګي څخه بره د انجلیو ښوونځي دې زر له سره پرانیستل شي.
طالبانو تراوسه له شپږم ټولګي څخه بره د انجلیو د ښوونځیو د پرانیستلو اجازه نه ده ورکړي او په دې هکله په دغه ډلې باندې د نړۍ د هیوادونو دباونه زیات شوي دي.