د طالبانو او داعش ترمینځ سخته نښته شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i118864-د_طالبانو_او_داعش_ترمینځ_سخته_نښته_شوې_ده
د افغانستان په بغلان ولایت کښې ځايي مسئولانو په پلمخري ښار کښې د داعش ترهګرې ډلې د کسانو خلاف د طالبانو د عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړی
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 24, 2022 02:59 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د افغانستان په بغلان ولایت کښې ځايي مسئولانو په پلمخري ښار کښې د داعش ترهګرې ډلې د کسانو خلاف د طالبانو د عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړی

د افغانستان په بغلان ولایت کښې ځايي مسئولانو په پلمخري ښار کښې د داعش ترهګرې ډلې د کسانو خلاف د طالبانو د عملیاتو د پیلیدو خبر ورکړی، ولسي سرچینې هم وايي چې د دواړو لورو ترمینځ شوې نښتې کښې له ۲۰ زیات ملکي وګړي زخمي شوي دي.

د بغلان د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر اسد ا... مصطفی هاشمي آوا خبري آژانس ته وویل: دم ګړۍ د پلخمري ښار په حاج حبیب سیمه کښې د ترهګرو د ځاې د پاکولو عملیات روان دي. هغه د عملیاتو په اړه جزئیات بیان نه کړل خو په بغلان کښې ولسي سرچینو آوا خبري آژانس ته ویلي چې پرون ماسپښین د داعش ترهګرې ډلې کسانو د بغلان د پولیسو د قومندانۍ د مرکز شاته په یوې ودانۍ کښې په طالبانو باندې ډزې وکړې او بیا د دواړو لورو ترمینځ نښته پیل شوه.

ځايي سرچینو هم داشان ویلي چې په داعش پورې اړوندو کسانو له دوه میاشتې مخکښې راهیسې په پلخمري ښار کښې د بغلان د پولیسو د قومندې په خوا کښې یوه ودانۍ په کرایې نیولې وه او هلته یې فعالیت کوه.