طالبان په افغانستان کې سیاسی ګوندونو ته هیڅ اړتیا نه ویني
طالبانو ډله دتیرکال داګست په پنځلسمه نیټه قدرت ته بیا ورسیدل ،خو ددوي په حکومت کې هیڅ یو سیاسی ګوند او ډله ټپله هیڅ ډول ګډون نه لري،ټولشموله حکومت جوړیدا ددغه حکومت د په رسمیت پيژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اصلي غوښته ده .
د افغانستان د طالبانود موقته حکومت دعدلیې مرستیال وزیر عبدالکریم حیدر پرون ناوخته په کابل کې په خبری ناستې کې ووئيل دمګړۍ په دغه هیواد کې د سیاسی ګوندونو فعالیت ته هیڅ ضرورت نشته.
طالبانو ډله دتیرکال داګست په پنځلسمه نیټه قدرت ته بیا ورسیدل ،خو ددوي په حکومت کې هیڅ یو سیاسی ګوند او ډله ټپله هیڅ ډول ګډون نه لري،ټولشموله حکومت جوړیدا ددغه حکومت د په رسمیت پيژندنې لپاره د نړیوالې ټولنې یوه اصلي غوښته ده .
عبدالکریم حیدرپخپلو څرګندونو کې ووئيل، دافغانستان ولس د ژبې ،جغرافیې او کلتور له پلوه په مختلفو ډلو او خیلو کې ویشل شوی دی.
په دې باب له کابله زمونږ د خبریال رالیږلی راپور په ګډه سره آورو.