بې ثباته افغانستان د نړۍ او د سیمې په تاوان دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i121448-بې_ثباته_افغانستان_د_نړۍ_او_د_سیمې_په_تاوان_دی
د افغانستان جمهور خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي پرون وویل بې ثباته افغانستان د نړۍ او د سیمې د هیوادونو په ګټه نه دی او دا د نړۍ د هیوادونو په ګټه دی چې د طالبانو له حکومت سره تعامل ولري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2022 01:57 Asia/Kabul
  • بې ثباته افغانستان د نړۍ او د سیمې په تاوان دی

د افغانستان جمهور خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي پرون وویل بې ثباته افغانستان د نړۍ او د سیمې د هیوادونو په ګټه نه دی او دا د نړۍ د هیوادونو په ګټه دی چې د طالبانو له حکومت سره تعامل ولري.

هغه پرون په کابل کښې د علماو او د رسنیو د قدرونې په نوم سره په یوې غونډې کښې وویل افغانستان باید د نړۍ له پرمختللیو هیوادونو سره پرتله نشي ځکه چې دغه هیواد څلویښت کاله جنګ تجربه کړی دی.

امیر خان متقي د طالبانو د اوسني حکومت له پیلیدا راهسې د افغانستان د امنیتي شرایطو د ښه کیدا ادعا وکړه او ویې ویل نن سبا د افغانستان امنیت په دې ډول تامین شوی چې زمونږ دښمانان  یوازې په کوڅو او جوماتونو کښې د ترهګرو بریدونو د ترسره کولو جوګه دي.

د طالبانو د موقته حکومت د باندنیو چارو وزیر امیر خان متقي دغه راز په ملګروملتونو کښې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف څرګندونو ته په ځواب کښې چې ادعا یې کړي وه افغانستان د ترهګرو په امن ځای بدل شوی او دغه ترهګر پاکستان او نړۍ ته ګواښ کوي وویل ځینې هیوادونه کوشش کوي چې افغانستان نړۍ ته د ترهګرۍ د امن مرکز په توګه معرفي کړي.

هغه د افغانستان په رسنیو غږ وکړ چې نړۍ ته د هیواد حقیقي انځور منعکس کړي.