پاکستان خپل هوائي حریم امریکا ته په اختیار کې ورکړی دی
د افغانستان د طالبانو ددغه لوړپوړي چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې دپاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دملګروملتو په عمومی اسبملۍ کې وئيلي دي ،افغانستان د ترهه ګرو ډلو په مرکز بدل شوی دی.
د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت سیاسی مرستیال یو ځل بیا پاکستان ، د افغانستان په ضد امریکا ته د خپل هوائي حریم په اختیار کې په ورکولو تورن کړ.
په دې زمینې کې له دې مخکې د افغانستان د طالبانود موقته حکومت ددفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد هم ددې خبرې په کولو سره چې د امریکا ډرونز الوتکې د پاکستان له لارې دافغانستان هوائي حریم ته داخلیږي ، وئیلي، په کابل دامریکا دبې پيلوټه الوتکو په حملې کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري وژل کیدل تائيد شوي نه دي او دا د یوې ادعا ترحده ده .
فارس خبري آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د طالبانود خارجه وزارت سیاسی مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي پرون په کابل کې په یولړ دستورو کې ووئیل، پاکستان خپل هوائي حریم امریکا ته سپارلی څو خپلې بې پيلوټه الوتکې له دې لارې افغانستان ته واردې کړي او پآکستان ددغه اقدام په بدل کې په میلیونونو ډ الر ترلاسه کړي دي.
د طالبانو دغه لوړپوړي چارواکي وئیلي دي ،داسې ویډیو ګانې لري چې ثابتوي ، پاکستان څرنګه خپل هوائي حریم دامریکا په اختیار کې ورکړی دی.
ستانکزي همداراز پر پاکستان غږ وکړ،چې دهغه اقتصادي بحران په وجه چې لري ئې ، د پیسو د ترلاسه کولو لپاره دې له افغانستانه استفاده نه کوي.
د افغانستان د طالبانو ددغه لوړپوړي چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې دپاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دملګروملتو په عمومی اسبملۍ کې وئيلي دي ،افغانستان د ترهه ګرو ډلو په مرکز بدل شوی دی.