د یونان لرغون پيژاندي افغانستان ته تللی دي
د یونان لرغون پيژاندو ډلې ډاډ ورکړې چې دسیمې دامنیت په دلیل ددغه ولایت له سفره وروسته،د خپلو علمي څیړنو نتیجې وړاندې کولی شي.
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د یونان د لرغون پيژاندو یوه ډله ، د افغانستان د تخار ولایت د لرغوني سیمو په باب د څیړنو او ارزونو لپاره دغې سیمې ته تللې ده.
په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو په شل کلن نیواک کې ددغه هیواد ډير زیات تاریخي اولرغوني آثار غله شوي او یا نابود شوي دي. په ۲۰۰۱کال کې چې طالبان هم په قدرت کې وو،دغې ډلې په بامیان ولایت کې د بودا دوې ارزښتمنې مجسمې په بمونو سره الوزولې وې.
په راپور کې وئيل شوي دي،د افغانستان د تخار ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر ا نصار ا... انصاري نن په یولړ څرګندونو کې ووئيل پرون دغه پنځه کسیزه لرغون پيژاندو ډله د آئي خانم لرغوني سیمې کې د ارزونې او څیړنې په موخې سره دغه ولایت ته ورغلې ده.
د هغه په وینا،د یونان لرغون پيژاندو ډلې ډاډ ورکړې چې دسیمې دامنیت په دلیل ددغه ولایت له سفره وروسته،د خپلو علمي څیړنو نتیجې وړاندې کولی شي.