د افغانستان ملي مقاومت جبهې یوه ولسوالۍ نیولي ده
اسپوتنیک خبري اژانس وايي د طالبانو د حکومت د مخالفانو جبهې په شمال ختیځ کښې د یوې ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه.
د طالبانو د حکومتي ځواکونو لخوا د پنجشیر ولایت له نیول کیدا د څو میاشتو له تیریدا سره سره د افغانستان د ملي مقاومت جبهې په نوم مخالف ځواکونه د پنجشیر ولایت د جهاد د وخت د ارواښاد قومندان احمد شاه مسعود د زوي احمد مسعود په مشرۍ هماغه راز له طالبانو سره جنګ ته دوام ورکوي.
د افغانستان ملي مقاومت جبهې د طالبانو د حکومت د روا والي په ردولو سره ویلي دي چې په هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت تر جوړیدا پورې له طالبانو سره وسله والې مبارزې ته دوام ورکوي.
د طالبانو د حکومت د مخالفانو د جبهې ویاند صبغت الله احمدي په تیرې دوشنبې ورځ وویل چې د دغه جبهې ځواکونو د هیواد په شمال ختیځ کښې د بدخشان ولایت د شوکا ولسوالۍ کنټرول په لاس کښې اخیستی دی.
هغه وویل په شوکا ولسوالۍ کښې د طالبانو قومندان له خپلو لسو ځواکونو سره یوځاې زمونږ زړه ورو ځواکونو نیولی دی.
د طالبانو چارواکو تراوسه د دغه راپور په هکله څه نه دي ویلي.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې لخوا دغه خبر په داسې حال کښې اعلان شوی چې له دې سره په یو وخت د طالبانو دفاع وزارت ویلي دي چې د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد د طالبانو له ځواکونو سره د کتنې لپاره بدخشان ولایت ته تللی او د سرحدي سیمو کتنه یې کړي ده.