کرټیس:
د امریکا بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه افغانستان ته ځي
د امريکا د ملي امنیت شورا د جنوبي اسیا څانګې پخوانۍ مشره وايي، امريکايي بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته تېرېږي او له دې لارې د الظواهري په وژلو کې د پاکستان مرسته مهمه وه.
د مسیر ورځپاڼې له راپور سره سم، وروسته له هغې چې امريکا په تېره جولای میاشت کې په کابل کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د القاعده شبکې د مشر ايمن الظواهري د وژل کېدو خبر ورکړ، افغانستان ته د امريکايي بې پيلوټه الوتکو راتګ په اړه اندېښنې راپورته شوې.
د امريکا د ملي امنیت شورا د جنوبي اسیا څانګې پخوانۍ مشرې لیزا کرټیس ويلي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د څار لپاره امريکايي بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له هوايي حریم څخه افغانستان ته تېرېږي.
په افغانستان کې د طالبانو سرپرست حکومت د الظواهري له منځه وړل د امريکا يوه ادعا ګڼلې او ویلي یې دي چې په دې اړه څېړنه کوي.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد يعقوب هم تېره میاشت ويلي و چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې د پاکستان له فضا افغانستان ته ننوځي او له پاکستانه یې غوښتي و چې خپله فضا د افغانستان پر ضد ونه کاروي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت، د ملا یعقوب دغه څرګندونې رد کړې او هغه يې د خواشينۍ وړ او د رسمي دريځ څرګندولو د اصولو پر خلاف ګڼلې وې.