کونړ کې د تحریک طالبان پاکستان یو قومندان ټپي شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122154-کونړ_کې_د_تحریک_طالبان_پاکستان_یو_قومندان_ټپي_شوی
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرې ډلې قومندان مولوي عبدالله  د افغانستان په ختیځ کې ټپی شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2022 08:48 Asia/Kabul
  • کونړ کې د تحریک طالبان پاکستان یو قومندان ټپي شوی

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرې ډلې قومندان مولوي عبدالله  د افغانستان په ختیځ کې ټپی شوی دی.

د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم، د افغانستان په ختیځ ولایت کونړ کې په یوه برید د تحریک طالبان پاکستان د ترهګرې ډلې یو جګپوری قومندان سخت ټپي شوی.

ټربیون ورځپاڼې تېره ورځ په خپل راپور کې لیکلې چي د مولوی عبدالله موټر د کونړ په مروره سیمه کې له بمې چاودنې سره مخامخ شوی دی.

د راپور په اساس، د هغه دوه ساتونکي هم ټپیان دي او یو عام وګړی هم وژل شوی دی.

عبدالله پخوا د باجوړ سرحدي ولسوالۍ قاضي وو او د ګڼو سیمه ییزو لانجو په هواري کې یې رول درلودل.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د افغانستان په هکله په خپل وروستي راپور کښې ویلي وه تحریک طالبان پاکستان ډله په افغانستان کښې د بهرنیو جنګیالیو تر ټولو ستره برخه ده چې شمیر یې څو زره کسانو ته رسیږي.

خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل هیواد کښې د پاکستان د تحریک طالبان ډلې د غړیو د شتون او د فعالیت په هکله د اسلام اباد ادعا رد کړي ده .