امریکې د طالب چارواکو لپاره په ویزو محدودیت ولګوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122206-امریکې_د_طالب_چارواکو_لپاره_په_ویزو_محدودیت_ولګوه
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر له نورو هیوادونو هم غوښتې دي چې ورته اقدامات وکړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 12, 2022 11:38 Asia/Kabul
  • امریکې د طالب چارواکو لپاره په ویزو محدودیت ولګوه

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر له نورو هیوادونو هم غوښتې دي چې ورته اقدامات وکړي

د امریکې خارجه وزارت وايي چې د طالبانو د چارواکو او د هغو نورو کسانو لپاره یې د ویزې په صادرولو کښې محدودیت راوستی چې ممکنه ده په افغانستان کښې د نجونو او ښځو خلاف د محدودیتونو په لګولو او تشدد کښې یې رول لوبولی وي

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن په یوې خبرپاڼې کښې په طالبانو باندې د یولړ بندیزونو خبر ورکړ.

هغه ویلي دي چې د طالبانو په اوسنیو او تیرو چارواکو، د غیرحکومتي وسله والو ډلو په غړو او په هغو نورو کسانو چې ممکنه ده په افغانستان کښې د ښځو خلاف په تشدد او د محدودیتونو په لګولو کښې یې لاس لرلی وي، د ویزا د ورکولو محدودیت لګولی دی.

بلینکن ویلي دي چې د طالبانو دغو کسانو له کار څخه د ښځو په منع کولو او د هغوي د توانمنیو او د عمل، بیان او خصوصي حریم د آزادۍ د مخنیوي لپاره خنډونه او محدودیتونه رامینځته کړې دي.

د امریکې خارجه وزیر ویلي چې د ویزې په صادرولو کښې په لګیدلي محدودیت کښې د طالبانو د کورنۍ غړي هم شاملیږي.

بلینکن ویلي چې د افغانانو د بشري حقوقو د احترام په لړ کښې د طالبانو د ژمنو په اپوټه، هغوي د داسې سیاستونو او حکمونو یوه ټولګه صادره کړې چې ښځې او نجونې یې په عمومي ژوند کښې له بشپړ ګډون، متوسطه زده کړو ته په لاسرسۍ او په ډیرو برخو کښې له کار کولو منع کړې دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر له نورو هیوادونو هم غوښتې دي چې ورته اقدامات وکړي