طالبان له نړیوالې ټولنې سره د همکاری غوښتونکی شو
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د بشري حقوقو په زمینه کې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپورچي سره په لیدنه کې وویل: له یو بل څخه د نیوکو پر ځای، باید د ملګرتیا او د تعامل لاره غوره کړو.
د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ میاشتې را په دې خوا چي طالبان بیا واکمن شوي، د طالبانو حکومت د نړیوال مشروعیت د تر لاسه کولو په لټه کې ده.
لیکن نړیوالې ادارې تل په افغانستان کې د طالبانو په موقتې ادارې د بشري حقوقو د نقضونې تورونه لګولې دي، د ټول شمولې ادارې جوړېدا او د ښځو بهر کار او تعلیم له طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې تر ټولو مهمې غوښتنې دي.
زمونږ د خبریال له راپور سره سم، د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د ځانګړی راپورچي ریچارد بنټ سره په لیدنه کې، د بشري حقوقو د حالاتو په سمولو کې د طالبانو د حکومت د ټولو ارګانونو د فعالیت او هلو ځلو خبر ورکړ.
بنت هم په دې لیدنه کې تاکید وکړ چي د حقیقتونو د بیانولو او د راپور د جوړلو لپاره باید هرڅه په سترګو وویني او په دې خاطر یې افغانستان ته سفر کړی دی.