ملګروملتونو د انجلیو په زده کړې ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122802-ملګروملتونو_د_انجلیو_په_زده_کړې_ټینګار_وکړ
صدای افغان خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ملګروملتونو د معاونت د پلاوي مشرۍ رزا اوتونبایوا د دغه هیواد د ښځینه زده کوونکو د زده کړې په دوام ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2022 01:10 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د انجلیو په زده کړې ټینګار وکړ

صدای افغان خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ملګروملتونو د معاونت د پلاوي مشرۍ رزا اوتونبایوا د دغه هیواد د ښځینه زده کوونکو د زده کړې په دوام ټینګار وکړ.

هغې د افغانستان کاپیسا ولایت ته په چهارشنبې ورځ سفر او له یوشمیر ښځینه روزونکو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ له شپږم ټولګي څخه د بره کلاسونو انجلۍ هم باید د زده کړې د دوام اجازه ولري.

طالبانو څه د پاسه څلور سوه(۴۰۰) ورځې کیږي چې د انجلیو ښوونځي تړلي دي داسې اقدام چې په خارج او داخل کښې یې زیات اعتراضونه راپارولي دي.

له تیر کال راهسې طالبانو د انجلیو ښوونځي په تیره بیا له شپږم ټولګي څخه بره کلاسونه بند کړي دي او د انجلیو په زده کړې یې بندیز لګولی دی.