د افغانستان خلک سخت ژمې مخ ته لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123806-د_افغانستان_خلک_سخت_ژمې_مخ_ته_لري
تسنیم خبري اژانس وايي د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ(icrc) په ژمي موسم کښې د افغانستان د خلکو د بد حالت په هکله خبرداری ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2022 10:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان خلک سخت ژمې مخ ته لري

تسنیم خبري اژانس وايي د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ(icrc) په ژمي موسم کښې د افغانستان د خلکو د بد حالت په هکله خبرداری ورکړ.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ دغه راپور په داسې حال کښې دی چې افغانستان د امریکا د عسکرو لخوا له شل کلن نیواک او د بیخ بنایانو له تباه کیدا وروسته همدا اوس د انساني او د اقتصادي کړکیچ په شمول له ډیرو  کړکیچونو سره مخامخ دی.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټۍ د عملیاتي برخې مشر مارتین شویپ چې افغانستان ته تللی دی نن مخ ته پراته ژمي موسم ته په اشارې سره وویل د افغانستان خلک له سختۍ بې وزلۍ او ناروغیو سره مخامخ دی.

هغه زیاته کړه اقتصادي مشکلاتو او کلونو کلونو جنګونو د افغانستان د خلکو ژوند ډیر تر اغیز لاندې وروستلی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ مخکې ویلي وو چې د افغانستان څه د پاسه نوي فیصده خلک په ورځ کښې له یو اعشاریه نهو ډالرو څخه کم عاید لري.

په افغانستان کښې د ملګروملتونو د بشر دوستانه چارو  غږملونکي دفتر هم په دغه هیواد کښې انساني کړکیچ ته په اشارې سره ویلي وو په افغانستان کښې څه د پاسه څلرویشت میلیونه خلک بشردوستانه مرستو ته ضرورت لري.

په ملګروملتونو کښې د روسیې دائمي استازي واسیلی نبنزیا لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا د افغانستان د اوسني بد حالت مسوول بللي دي.