د طالبانو او د پاکستان ځواکونو بیا نښته وکړه
Nov 20, 2022 11:20 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د افغانستان او د پاکستان سرحدي ځواکونو یوځل بیا نښته وکړه.
څو ورځې مخکې هم د پاکستان او د افغانستان د طالبانو ځواکونو د پکتیا ولایت په خوا کښې ډنډه پټان سیمه کښې نښته کړي وه.
د طالبانو حکومت ته اړونده د افغانستان د پوځ یوه چارواکي محمد یار جواد نن وویل چې دغه نښته د افغانستان په ختیځ کښې د پکتیا ولایت په ډنډه پټان کښې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو د ځواکونو ترمینځ وشوه چې تراوسه یې علت او د احتمالي مرګ ژوبلو په هکله کوم راپور نه دی خپور شوی.
دغه راز راپورونه وايي چې د افغانستان طالبانو د پاکستان په سرحدي بوړکي کلي باندې هم ډزې او ګولې ویشتلي دي او د بوړکي ځینې خلک له کلي وتلي هم دي.
ټیګونه