په ننګرهارکې دهواککړتیا د مخنیوي لپاره ځنګلي بوټي لګول کیږي
Dec 14, 2022 07:46 Asia/Kabul
د ننګرهار ځاي چارواکي وایی ددې بوټو کرنه به نه یوازې دا چې هوا صافه کړي بلکې په راتلونکې کې به د لرګینووسایلو جوړولو او سون لپاره هم وکارول شي
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ، د افغانستان د ننګرهار کانال ریاست د مطبوعاتو مسئول سید همایون غریبمل وایي په ننګرهارکې د کانال د جوړیدو له هماغه لومړي سره په ځینو فارمونوکې ځنګلي بوټي کرل شوي و چې هم یې د توفاني بادونو مخنیوی کاوه او هم ترې د چاپیریال دککړتیا مخنیوي او لرګینو توکیو جوړولو کې کار اخیستل کیده خو دنوموړي پر وینا دا ونې په تیرو څلورو لسیزو جګړو کې تر دیره له منځه ولاړې .
په دې اړه زمونږ د خبریال رالیږلی راپور په ګډه سره آورو .
ټیګونه