امریکا په افغانستان کې د مالی او اداري فساد عامله ده
د افغانستان خلک به هیڅکله هم د امریکائي عواملو دوکې او فسادونه هیر نه کړي او له خپل ملت سره ستر ظلم او خیانت ګڼي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا په دغه هیواد کې د مالی او اداری فساد ستره عامله امریکا وبلله.
په عین حال کې امریکا په افغانستان کې د طالبانو قدرت ته له رسیدا وروسته په چټي پلمو سره د افغانستان د ملت څه دپاسه لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل او مصادره کړي چې ددغه هیواد او ولس حالات ئې نوره هم ترینګلی کړي دی.
مهر خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په خبرو کې ووئيل ، د هغه د ولسمشرۍ په پړاؤ کې دبډو رشوتونو او فساد دشتو بشپړ مسئولیّت په غاړه اخلي ، البته ددغو فسادونو اصلي عامله امریکا ده .
حامد کرزي دغه راز زیاته کړه ،روښانه ده په میلیونونو یا سلګونو میلیونوډالرو سره ستر تړونونه او ستر فسادونه د امریکا له عواملو اوحکومت سره اړونده وو.حامد کرزي دغه راز ووئيل،د افغانستان خلک به هیڅکله هم د امریکائي عواملو دوکې او فسادونه هیر نه کړي او له خپل ملت سره ستر ظلم او خیانت ګڼي.