حامد کرزي د ټولشموله حکومت په جوړولو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125444-حامد_کرزي_د_ټولشموله_حکومت_په_جوړولو_ټینګار_وکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 29, 2022 04:33 Asia/Kabul
  • حامد کرزي د ټولشموله حکومت په جوړولو ټینګار وکړ

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پراخ بنسټه حکومت د جوړیدا پرضرورت ټینګار وکړ.

طالبانو د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو ژمنه تراوسه نه ده پوره کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو پرضرورت باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل دا د طالبانو او د د هیواد په ګټه ده چې دغه ډله په هیواد کښې د خبرو اترو په پیلو سره د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو بهیر پیل کاندي.

کرزي وویل د افغانستان خلک له یوبل سره خبرې وکړي او د بیلابیلو مسائیلو په هکله توافق وکړي او مخ ته لاړ شي ځکه چې افغانستان اساسي قانون ته ضرورت لري.

هغه په دې خبرې سره چې د امریکا جنګ د افغانستان د خلکو پرضد و په واشنګټن غږ وکړ چې خپلې ګټې د افغانستان د خلکو په کړولو او نابودولو سره تعقیب نکړي.