طالبان دې د ښځو پر  کاري فعالیتون بندیزونه سملاسي لیرې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125498-طالبان_دې_د_ښځو_پر_کاري_فعالیتون_بندیزونه_سملاسي_لیرې_کړي
ملګري ملتونه د افغانستان خلکو ته ژمن دي او هڅه کوي چې په کورنیو او بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لیرې کړای شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2022 08:26 Asia/Kabul
  • طالبان دې د ښځو پر  کاري فعالیتون بندیزونه سملاسي لیرې کړي

ملګري ملتونه د افغانستان خلکو ته ژمن دي او هڅه کوي چې په کورنیو او بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لیرې کړای شي.

ایرناخبری آژانس رپور ورکړ، د  افغانستان په چارو کې د ملګروملتو  د بشری مرستو غږملونکي رامیز الاکبروف  بیګا په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د انسان د وستۍ په چارو کې د ملګروملتو ځانګړی استازی  مارتین ګریفیتس به په راتلونکو شپو ورځو کې  په افغانستان کې د ښځو پر کاری فعالیتونو باندې د بندیز  په اړه له طالب چارواکو سره د خبرواترو لپاره  افغانستان ته سفر وکړي.

اکبروف وويل،د طالبانو دغې پرېکړې چې په داخلي او بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو کار منع کوي، له وړاندې اغېزې کړې دي، ځکه له دغه بندیز سره باید مشخص فعالیتونه ودرول شي. زموږ کابو ۷۰ فیصده پروګرامونه د ملي او نړیوالو غیردولتي موسسو په مشارکت عملي کېږي.

هغه دغه راز زیاته کړه، ملګري ملتونه د افغانستان خلکو ته ژمن دي او هڅه کوي چې په کورنیو او بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز لیرې کړای شي.

د طالبانو اقتصاد وزارت په همداوروستیو کې وئیلي دي،ښځې تر بل امر پورې  په داخلي او بهرنیو غیرحکومتي موسسو کې د کار   اجازت نه لري.

د دې کار علت په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت ښوول شوی دی.

د طالبانو تر دغه اعلان وروسته په افغانستان کې ځینو بهرنیو ادارو له دې ډلې د ماشومانو د ملاتړ موسسې یا سیف د چلډرن، پاملرنې موسسې، د ناروې د کډوالو شورا او د ژغورنې نړیوالې کمېټې خپل فعالیتونه وځنډول.