غزني ولایت کې د نقاشي او رسامي (۳) ورځنی نندارتون پیل شوی
Jan 18, 2023 11:18 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د غزني ښار په (نوآباد) ښار ګوټي کې د (همتا ګالري) له خوا څخه د نقاشۍ او رسامۍ نندارتون په لاره اچول شوی چې دری ورځې به دوام وکړي.
په غزني کې د همتا ګالري مسئول علي شاه همتا په خبره د رسامۍ اونقاشۍ شاوخوا (۴۰) ځلوېښت آثار نندارتون ته وړاندې شول.
له بلې خوا د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر ملا حمیدالله نثار د یاد نندارتون د پرانیستلو پرمحال وویل چې یاد ریاست به په غزني کې له ټولو هنرمندانو څخه خپل ملاتړ کوي او غواړي چې په نږدې راتلوونکی وخت کې به په غزني کې یو د نقاشي نندارتون جوړ کړي.
ټیګونه