له افغانستانه پاکستان ته د لیتیمو د قاچاق مخنیوی وشه
Jan 22, 2023 04:07 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو حکومت پاکستان ته د زر ټنه لیتیمو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی
د طالبانو د حکومت د معدنونو او انرجۍ وزارت په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې دغې وزارتخانې د اطلاعاتي او امنیتي ادارو په غږملتیا او مرستې سره، پاکستان ته د لیتیمو د کابو زرو ټنو د قاچاق مخه ونیولې ده.
د خپرې شوې خبرتیا له مخې، قاچاقچیانو نیت درلود چې د لیتیوم تختې د نوروستان او کنړ څخه ننګرهار ولایت ته منتقلې کړي او بیا یې پاکستان ته ورسوي.
د طالبانو موقته حکومت په داسې حال کښې پاکستان ته د افغانستان د لیتیم د قاچاق کیدو د کوششونو خبر ورکوي چې تراوسه نه ده معلومه چې دغه حکومت د یاد کمیابه او قیمتي فلز د اسختراج بهیر پیل کړی دی او که نه.
ټیګونه