له ترکمنستان څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا هوکړه تمدید شوې ده
د افغانستان برښنا شرکت له ترکمنستان څخه د برښنا واردولو هوکړه تمدید کړه.
د افغانستان د اړتیا وړ ۷۵ سلنه برښنا له ایران، تاجکستان، ازبیکستان او ترکمنستان څخه واردېږي، چې هر کال په ژمي او سړې هوا کې له یادو هېوادونو څخه د وارداتي برښنا اندازه معمولاً کمیږي، چې په دې وروستیو کې افغانستان ته د ازبیکستان د برښنا پرې کېدو د پلازمېنې کابل په ګډون د شمالي ولایتونو خلکو ته ګڼې ستونزې پیدا کړي دي.
د افغان غږ خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان برښنا شرکت تېره شپه اعلان وکړ چې، له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ۲۰۲۳ کال لپاره وارداتي برښنا هوکړه تمدید شوې ده.
طالبانو په دې وروستیو کې له ازبیکستان او تاجکستان سره هم د برښنا وارداتو د غځولو تړون لاسلیک کړی وو، خو ازبیکستان افغانستان ته خپله برښنا پرې کړې او دې مسلې د ژمي په موسم کې لسګونه زره افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.