په افغانستان کې د طبعي پېښو له امله د مړو شویو شمېر ۱۵۷ تنو ته لوړ شو
(last modified Wed, 25 Jan 2023 12:47:14 GMT )
Jan 25, 2023 17:17 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د طبعي پېښو له امله د مړو شویو شمېر ۱۵۷ تنو ته لوړ شو

د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې د سړې هوا، سیلابونو، زلزلې او نورو طبعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۷ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د تېرو دوو اونیو په ترڅ کې د سړې هوا، سیلابونو، زلزلې او نورو طبعي پېښو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۷ تنو ته لوړ شو.

په افغانستان کې د ا.ا.ا سرپرست حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتوالي وزارت ویاند شفیع اللله رحیمي وایي، په پلازمینه کابل کې د شپې له خوا د هوا تودوخه له صفر څخه منفي لس درجې او په یو شمېر شمالي ولایتونو کې بیا  له صفر څخه منفي ۳۰ درجو ته راښکته شوې ده.

هغه زیاته کړه، په ټول هېواد کې د ډیرې سختې ینخۍ له امله ۱۵۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې تر ټولو ډېر تلفات په غور، بدخشان، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې اوښتی.

رحيمي وويل چې په دې طبعي پېښو کې تر ٧٥٠٠٠ زيات څاروي هم له منځه تللي دي.

بل خوا د افغانستان د هوا پېژندنې انسټیټیوټ وايي، سږ کال په ژمي کې د تودوخې درجه  د تېر کال په پرتله دوه برابره راټيته شوې او تر ټولو سخته یخني په غور ولایت کې دوام لري.

 

ټیګونه