د مسکو په غونډه کې د افغان طالبانو استازی شتون نه لري
د افغانستان د مسائلو څېړلو په موخه د ایران، چین، هند، پاکستان او د منځنۍ آسیا هېوادونو امنیتي استازي په مسکو کې غونډه کوي، خو تر اوسه د دغې ډلې په استازیتوب د طالبانو د استازي د ګډون غوښتنه نه ده منل شوې.
د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې طالبان به د منځنۍ آسیا د هېوادونو، ایران، هند، پاکستان او چین د ملي امنیت شورا د منشیانو په غونډه کې ګډون نه لري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې افغانستان باید د دغه هېواد په اړه په جوړو شویو غونډو کې ګډون او له خپل دریځه دفاع وکړي.
ټاکل شوې د منځنۍ آسیا د هېوادونو، ایران، پاکستان، هند او چین د امنیت شورا د منشيانو غونډه روانه اوونۍ په مسکو کې جوړه شي.
دا پنځم ځل دی چې دغه امنیتي چارواکي د افغانستان په اړه غونډه کوي.
په افغانستان کې د ترهګریزو فعاليتونو زياتوالى او په کابل کې د ځينو لويديځو او عربي هېوادونو د سفارتونو د فعاليتونو محدوديت د مسکو غونډې د ترسره کولو لامل بلل شوى دى.