طالبانو د کابل پرونۍ بم چاودنه تائید کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128366-طالبانو_د_کابل_پرونۍ_بم_چاودنه_تائید_کړه
صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو چارواکو په نهایت کښې په کابل کښې بم چاودنه تائید کړه.
(last modified 2023-02-21T20:33:17+00:00 )
Feb 22, 2023 00:38 Asia/Kabul
  • طالبانو د کابل پرونۍ بم چاودنه تائید کړه

صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو چارواکو په نهایت کښې په کابل کښې بم چاودنه تائید کړه.

پرون په کابل کښې بم چاودنې کومه مرګ ژوبله نلرله خو یوازې یې یوه ګاډي ته تاوان رسولی و.

د کابل د امنیتي ځواکونو ویاند خالد ځدران د پرونۍ بم چاودنې په هکله وویل پرون سهار لس نیمې بجې په دوهمې امنیتي حوزې کښې یو شخصي ګاډی په مقناطیسي بم سره ولوزول شو.

په کابل کښې ځینو سرچینو دغه بم چاودنه د دفاع وزارت ته نږدې واټ کښې بللي ده.

تراوسه کومې ډلې یا سړي د دغه بم چاودنې  مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.