د ژبې نړیوالې ورځې په مناسبت د هیندارې ځآنګړې خپرونه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128400-د_ژبې_نړیوالې_ورځې_په_مناسبت_د_هیندارې_ځآنګړې_خپرونه
د فبرورۍ دویمه برابرده ده، د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې سره، په ۱۹۹۹ز کال د نومبر په اولسمه نېټه يونسکو، د فبرورۍ يو وېشتمه نېټه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه غوره کړې، موږ هم د تهران راډیو هینداره خپرونه د مورنۍ ژبې اړوند بحث ته ځآنګړې کړې. د خپرونې کوربه: عطاءالله خوږیاڼی د خپرونې میلمانه: لیکوال او د پوهنتون استاد پوهنوال دوکتور ببرک میاخېل او له پاکستان څخه د بلوچستان اکاډمۍ مشر پروفیسر ډاکټر علي کمیل قزلباش میلمانه دي، هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ.
(last modified 2023-02-22T09:00:39+00:00 )
Feb 22, 2023 11:40 Asia/Kabul

د فبرورۍ دویمه برابرده ده، د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې سره، په ۱۹۹۹ز کال د نومبر په اولسمه نېټه يونسکو، د فبرورۍ يو وېشتمه نېټه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه غوره کړې، موږ هم د تهران راډیو هینداره خپرونه د مورنۍ ژبې اړوند بحث ته ځآنګړې کړې. د خپرونې کوربه: عطاءالله خوږیاڼی د خپرونې میلمانه: لیکوال او د پوهنتون استاد پوهنوال دوکتور ببرک میاخېل او له پاکستان څخه د بلوچستان اکاډمۍ مشر پروفیسر ډاکټر علي کمیل قزلباش میلمانه دي، هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ.

د فبرورۍ دویمه برابرده ده، د مورنۍ ژبې نړیوالې ورځې سره، په  ۱۹۹۹ز کال د نومبر په اولسمه نېټه يونسکو، د فبرورۍ يو وېشتمه نېټه د مورنۍ ژبې د نړيوالې ورځې په توګه غوره کړې، دا چې زموږ مورنۍ ژبه پښتو ده، له همدې امله تاسې ټولو پښتنو ته د دې ورځې مبارکي وایم.

مورنۍ ژبه له مور څخه زده کیږي، د ژبې پالنه او ساتنه د هغې ژبې د ویوونکو او لوستوونکو لخوا ترسره کیږي، خو د یوې ژبې د معیار ساتلو لپاره ځانګړې پوهان ګمارل کیږي، خو فرهنګیان، لیکوالان او شاعران په دې برخه کې ځآنګړی مسؤلیت لري.

ډیره کله د قومي، سمتي، مذهبي او نورو برخو ترڅنګ ژبنی تعصب هم رامنځټه کیږي، چې له امله یې د یوه هېواد په ټولو برخو باندې ډیر منفي تاثیر کوي، خو دغه تعصب ته اکثریت د سیاستوالو له لورې لمن وهل کیږي او په ترڅ کې خپلې ګټې، څوکۍ، شتمني، واک، مشري او نورې برخې خوندي کوي.

سوال دادی چې اړتیا څه وه چې د مورنۍ ژبې لپاره نړیواله ورځ ونومول شوي، په افغانستان کې د پښتنو مورنۍ ژبې لپاره څومره کار شوی او څومره نور کار ته اړتیا لري؟ په افغانستان کې د ژبې ویوونکو ترمنځ په اداري، سیاسي او د ټولنیز ژوند پر مهال کوم تعصبونه شته؟  که شته په افغانستان څومره منفي تاثیر کوي او د لمنځه وړلو لپاره یې باید څه وشي؟

د تهران راډیو د هیندارې په خپرونه کې په همدې موضوع بحث کو، په بحث کې را سره په افغانستان کې د پوهنتون استاد او لیکوال پوهنوال دوکتور ببرک میاخېل او له پاکستان څخه د بلوچستان اکاډمۍ مشر پروفیسر ډاکټر علي کمیل قزلباش میلمانه دي، هیله ده خپرونه را سره تر پایه واورئ.