افغانستان ته د اسلامي همکاریو سازمان د یوه پلاوي شونی راتګ
Mar 18, 2023 01:26 Asia/Kabul
د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي ‘حسین ابراهیم طاها’ وايي په پام کې ده چې د دې سازمان له خوا د اسلامي دیني عالمانو یو لوی پلاوی افغانستان ته ولاړ شي او د اسلامي امارت له چارواکو سره د اسلام له نظره د نجونو د زدکړې او ښځو د کار په اړه خبرې وکړي.
نوموړي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته ویلي چې د خپل استازي له لارې یې له اسلامي امارت غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې لا ډېرې هڅې وکړي.
د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزیر بیا دې غونډې ته وینا کې له اسلامي امارت غوښتي چې ټول سیاسي لوري په حکومت کې شریک او نړیوال دود او دستور مراعات کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۹ غونډه د پنجشنبې په ورځ په موریتانیا کې پیل شوه.
ټیګونه