د طالبانو مخالفانو د لنډ مهاله حکومت غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129820-د_طالبانو_مخالفانو_د_لنډ_مهاله_حکومت_غوښتنه_وکړه
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د سیاسي مخالفانو یوه شورا د "لنډ مهالي حکومت او رسمي دفتر" د جوړېدو غوښتنه کوي.
(last modified 2023-03-20T06:02:46+00:00 )
Mar 20, 2023 10:27 Asia/Kabul
  • د طالبانو مخالفانو د لنډ مهاله حکومت غوښتنه وکړه

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو د سیاسي مخالفانو یوه شورا د "لنډ مهالي حکومت او رسمي دفتر" د جوړېدو غوښتنه کوي.

"د افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت" په نامه شورا، چې له یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو او د مخکیني افغان حکومت له یو شمېر جلاوطنه چارواکو جوړه ده، د نوي لمریز کال په مناسبت یوه طرحه وړاندې کړې ده.

په دې طرحه کې د خبرو لپاره د طالبانو حاضریدو په تړاو پر هغوی د فشار پر راوستو ټینګار شوی دی.

په دې طرحه کې دغه راز په افغانستان کې دوو کلو لپاره د یوه ''انتقالي حکومت پر جوړولو" او په بهر کې د رسمي سیاسي دفتر پر پرانیستلو هم ټینګار شوی دی.

طالبانو ددوی دغې طرحې په اړه تر اوسه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې دغه شورا او طرحه یې بې ارزښته بللې دي.

یونس قانوني چې یو سیاسي او جهادي  قومندان دی او په تېر وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې رییس هم پاتې شوی د دغې غونډې مشري کوله.

نوموي وویل:"نن نوی کال پر همدې نوي پیغام پیلوو."

د دغی شورا په خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استول شوې راغلی چې"د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې اساسي قانون او نور مدني قوانین ختم شوي او پر ځای صحرایي محکمې او د طالبانو غوښتنو ا و صلیقو له مخې د خلکو برخلیک ټاکل کېږي"

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود مخکې ویلي، افغانستان داسې یو حکومت ته اړتیا لري چې مشروعیت یې له خپلو خلکو ترلاسه کړی وي.

دا مشران په جلا وطنۍ کې وايي"افغانستان کې بشري ناورین د طالبانو د واکمنۍ په پایله کې رامنځته شوی دی."

په ننۍ غونډه کې د "ملي مقاومت جبهې" د مشر احمد مسعود په ګډون د طالبانو مخالفو سیاسي څېرو ګډون نه و کړی.

د دغې شورا په ننۍ غونډه کې تر ټولو مهمه پوښتنه چې نن راپورته شوه دا وه چې که طالبان خبرو ته کینني نو څه اقدامات به وکړي."

داسې حال کې چې طالبانو له دې وړاندې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو په اړه د تېر حکومت له چارواکو او سیاسي څېرو سره هر ډول خبرو ته ناسته رد کړې او له دوی یوازې دا غواړي چې هېواد کې خپل عادي ژوند ته راستانه شي.

د دې شورا تر څنګ د ملي مقاومت جبهه هم د طالبانو خلاف پر فعالیتونو لګیا دي چې مشري یې احمد مسعود کوي.

د احمد مسعود په مشرۍ د "ملي مقاومت" په نامه جبهې چې د طالبانو پر ضد جنګېږي، په تېر سپتمبر کې د خپل کلني فعاليت راپور خپور کړ.