له افغانستانه د ترهه ګرو ډلو خوریدا یوه بې اساسه ګونګوسه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130502-له_افغانستانه_د_ترهه_ګرو_ډلو_خوریدا_یوه_بې_اساسه_ګونګوسه_ده
د  افغانستان د طالبانو د موقته حکومت دفاع وزارت د افغانستان په پولو کې د ترهه ګرو ډلو دنفوذ د پراختیا په باب د ډله ایز امنیت د غړو هیوادونو د اتحادئې   اندیښنه بې اساسه وبلله.
(last modified 2023-04-02T03:41:54+00:00 )
Apr 02, 2023 08:07 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د ترهه ګرو ډلو خوریدا یوه بې اساسه ګونګوسه ده

د  افغانستان د طالبانو د موقته حکومت دفاع وزارت د افغانستان په پولو کې د ترهه ګرو ډلو دنفوذ د پراختیا په باب د ډله ایز امنیت د غړو هیوادونو د اتحادئې   اندیښنه بې اساسه وبلله.

دغه غبرګون له دې وروسته رابرسیره شوی چې دډله ایز امنیت د موسیې عمومی منشي  ایمان تاسماګامبوتوف ددغې موسیسې د لوي درستیزوالۍ او دارلانشار  له چارواکو سره په ناستې کې وئيلي ، چې  دافغانستان له پولو څخه دترهه ګرو ډلو  دنفوذ د پراختیا خطره زیاته شوې ده .

څه موده مخکې د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ویندوي بلال کریمي د افغانستان د امنیت په باب د شانګهائي  موسیسې د غړو  په اندیښنې غبرګون ښودلی او وئيلي ئې وو، ددغه هیواد خاوره به د هیڅ یوه هیواد په ضد استعمال نشي  او باید هیوادونه په دې زمینې کې اندیښمن نشي.

البته  په عین حال کې په هندوستان کې په یوې ناستې کې د شانګهائي  موسیسې دغړو  هیوادونو دملی امنیت سلاکارانو د نورو هیوادونو په ضد دافغانستان له خاورې د  ترهه ګرو داستفادې په احتمال  اندیښنه ښودلې ده.

له کابله زمونږ خبریال راپور راکړ، په دې باب د افغانستان د طالبانو ددفاع وزارت ویندوي عنایت ا... خوارزمي  ددغو اندیښنو په ردولو سره ووئيلو د افغانستان  پولې په سلو کې سل کنټرول دي  او دطالبانو سرحدي ماموران شپه ورځ  دخپلو پولو  ساتنه کوي.

بل خبر دا چې د طالبانو دحکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد  په افغانستان کې د پاکستانیو طالبانو یا ټی ټي پي  دشتون په باب د بحران دنړیوالې  ادارې راپور بې اساسه بللی  او  وئیلي ئې دي ،دغه ډله په افغانستان کې هیڅ  اډه نه لري  او نه  یوازې ټي تي پی وبلکه  هیڅ یوې بلې ډ لې ته به   اجازت ورنکړل شي،  چې د  افغانستان له خاورې   په نورو  هیوادونو کې  دخپلو عملیاتو لپاره استفاده وکړي.