ایران د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز ملګری دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i130834-ایران_د_افغانستان_تر_ټولو_لوی_سوداګریز_ملګری_دی
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د افغانستان او ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې زیاتې شوي دي.
(last modified 2023-04-08T06:32:59+00:00 )
Apr 08, 2023 10:58 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز ملګری دی

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د افغانستان او ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې زیاتې شوي دي.

د ایرنا د راپور له مخې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو په حواله، د کابل او تهران ترمنځ کلنۍ سوداګري څه دپاسه یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د ایران د اسلامي جمهوریت له ټرانزیټ سره د سوداګرۍ او ګډې پانګونې بهیر ورځ په ورځ پراخېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اعلان له مخې ایران اوسمهال د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی.

د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت هم اعلان وکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره له تېر کال راهیسې ژورې سوداګریزې، کلتوري او سیاسي اړیکې لري.