د طالبانو، چین او پاکستان درې اړخېزه غونډه
د طالبانو د سرپرست حکومت د خارجه وزیر امیرخان متقي په شمول اسلام آباد کې د افغانستان په هکله درې اړخیزه غونډه روانه ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري، د چین د بهرنیو چارو وزیر جین ګانګ او د طالبانو د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي نن په اسلاماباد کې د افغانستان پر وضعیت ګډه غونډه تر سره کوي.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت اعلان وکړ چي د طالبانو د استازی په شمول دا درې اړخیزه غونډه د افغانستان د مسئلې په اړه د نظر د تبادلې او همکارۍ لپاره مهمه او د سیمې د نظرونو د راټولولو لپاره ګټوره ده.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماو نینګ په یوه خبري غونډه کې وویل: افغانان له سختو ننګونو سره مخامخ دي او بهرني ملاتړ او مرستو ته ډېر ضرورت لري او دا غونډه هم په دې لړ کې تر سره شوې ده.
د چین د خارجه وزارت ویندویې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چي د طالبانو له سرپرست حکومت سره دې تعامل وکړي خو ټینګار یې وکړ چې طالبان باید ټولشموله حکومت جوړ کړي، نرم سیاست دې غوره کړي او له ګاونډیو سره دوستانه اړیکې وساتي، او له تروریزم سره مبارزه وکړي.
د چین، پاکستان او افغانستان تر منځ له پنځو کلونو راهیسې درې اړخیزې غونډې جوړېږي.