لغمان ولایت کې په کرهڼیزه برخه کې درې ملیون ډالره پانګونه کیږي
ځایي چارواکي وایي د دغې پانګونې له امله به پنځه سوه تنو ته دکار کولو زمینه برابره شي
له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي عبدالنور رسولي وایي د لغمان والي قاري زین العابدین عابد له لورې د ادارې پړاوونو تر بشپړولو ورسته د دې ولایت په قرغه یی ولسوالۍ کې یو زر او پنځه سوه جریبه زمکه دری بېلابېلو افغان شرکتونو ته په اجاره ورکړی شوه چې د دغو شرکتونو له لورې به پکې دکرنې او باغدارې په برخه کې د درې ملیونو ډالرو په لګښت پانګونه کیږي.
د لغمان د اطلاعاتو او کلتور رییس وویل: د دې پانګونې له امله به پنځه سوه ځایي اوسیدونکو ته د اوږدمهال لپاره د کار کولو زمینه برابره شي.
د نوموړي پر وینا له دې وړاندې هم په یاده ولسوالۍ کې زیاته اندازه زمکه د کرنیزو او نورو فعالیتونو په موخه شرکتونوته په اجاره ورکړې شوې چې له امله یې په بېلابېلو برخوکې پر ملیونونه افغانیو پانګونې سربیره سلګونو کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.
لغمان د پریمانه اوبو او کرهڼیزو زمکو په لرلو سره د کرهڼې په برخه کې دپانګونې لپاره د ښو فرصتونو لرونکې ولایت ګڼل کیږي.