نن د علامه پوهاند عبدالحۍ حبیبي د مړینې ۳۹ تلین دی
نن د افغان تاریخ لیکوونکي پوهاند عبدالحی حبیبي د مړینې له ۳۹م تلین سره برابر ده، ارواښاد حبیبي په ۷۴ کالونو کې په پښتو، دري او اردو ژبو ۱۱۷ کتابونه او رسالې او ۵ زره علمي او ادبي مقالې یې لیکلي دي.

ارواښاد حبیبي چې د افغانستان په کندهار ولایت کې زیږیدلی، د عمر په اوږدو کې یې د پښتو ادب له معشوقې سره بې سارې مینه وکړه ، د ادب د مینه والو سترګې یې د لومړي ځل لپاره د بنسټېزو څېړنو په خوږو خوږې کړې، همدا راز یې د لرغوني ادبي او د افغانستان له معاصر تاریخ سره یې قلموال بلد کړل .
مرحوم د طلوع افغان پر ټنډه یې د خوږې پښتو ژبې د تورو ناوې سېنګار کړه او ټولنې ته یې لس ګونه شهکار اثار ډالۍ کړل ، چې د ادب د لارویانو او څېړونکو لپاره د نویو څېړنو او لوستنو لارې روښانوي .
۳۹ کاله وړاندې افغاني ټولنه د دې ستر عالم او ادبپوه له نعمته بې برخې شوه .