ډاکټر قلندر عباد له محمد نبي عیسی خیل سره د روغتون جوړولو په اړه د نظر تبادله وکړه
(last modified Tue, 16 May 2023 11:07:53 GMT )
May 16, 2023 15:37 Asia/Kabul
  • ډاکټر قلندر عباد له محمد نبي عیسی خیل سره د روغتون جوړولو په اړه د نظر تبادله وکړه

دافغانستان د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد دکرکټ ملي لوبډلې له غړي محمد نبي عيسی خېل سره وکتل.

په ياده ليدنه کې چې د عامې روغتيا  وزارت ګڼ شمير نورو مسوولينو هم حضور درلود د سرطان ناروغۍ روغتون په هکله خبرې اترې وکړې.

ښاغلی قلندر عباد محمد نبي عيسی خيل د احساس او اخلاص ستاينه وکړه اوله ښاغلی عيسی خيل سره يی د هر ډول مرستې وعده وکره.

ښاغلی عباد همدارنګه تخنيکي ټيمونو ته امر وکړ تر څو ډير ژر دستراتيژيک پلان او اساسي کارونو په اړه اقدامات ترسره کړي.

له دې وړاندې په افغانستان کي د سېلابي اوبو د زیان مخنیوي په موخه د U.N مؤسسې له لوري د  سلګونه زره امریکایې ډالرو په ارزښت د یو شمېر پروژې د پیلیدو راپورونه ورکول شوي وو.

 

ټیګونه