افغان پانګه وال دې شتمني خپل هیواد ته راوړي
د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر اداري مرستیال له هیواده بهر افغان پانګه والو ته، په افغانستان کښې د پانګونې بلنه ورکړه
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کابل د پنځه ورځني تجارتي نندارتون د پاې د دستورو ترڅنګ وویل: د طالبانو د حکومت سیاسي چلند، په دغه هیواد کښې د صنعت او تجرات د برخې پیاوړتیا ده، په دې وجه به د د پانګه والو او پروژو امنیت په بشپړه توګه تامین او تضمین شي.
د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر اداري مرستیال زیاته کړه: نن د کورنۍ پانګونې زمینه په بشپړه توګه برابر شوې ده، امنیت تامین شوی او ستاسو پانګې ساتل کیږي.
عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په یوه برخه کښې له نشه ایزو موادو د افغانستان د ژغورنې یوازنۍ لاره د صنعت او تجارت په برخه کښې پانګونه وبلله او د سیمې له هیوادونو یې وغوښتل چې له دغې سپیرې ښکارندې سره د مبارزې په کار کښې له افغانستان سره مرسته او ملګرتیا وکړي.
د افغانستان د صنعت او تجارت وزیر «نورالدین عزیزی» هم څرګنده کړه چې هیواد یې له کورنیو تولیداتو په ملاتړ ژمن شوی دی او په هم دې وجه یې د شرکتونو د معلوماتو د ثبتولو سیسټم جوړ کړی دی.
هم داشان د افغانستان د حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف هم وویل: کابل له محدودیتونو سره سره کوې شي چې خپل کلیز مصرفونه، له کورنیو عوایدو څخه تامین کړي.