په افغانستان کې د انساني ناؤرین د رابرسیره کیدا ندایښنې په زیاتیدا دي
نړیوالو انسان دوسته اورګانونو په کرتو په افغانستان کې د انساني او روغتیائی بوږنونکوو حالاتو په باب خبرداري ورکړل شوي دي.
افغانستان همدااوس د امریکا او دهغې د متحدانو د شل کلني نیواکګرۍ له امله له انساني ،اقتصادي،روغتیائي او خوراکي بحران سره لاس اوګریوان دی.امریکا د افغانستان په دوو لسیزو نیواک کې ددغه هیواد اقتصادي او روغتیائی بیخ بینائي تاسیسات په کنډوالو بدل کړي دي.
شفقنا خبری آژانس راپور ور کړ، د سره صلین نړیوالې کمیټې په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،په افغانستان کې مرستو ته د اړمنو کسانو شمیر خپل ترټولو لوړ حد ته رسید او ددغه هیواد د ماشومانو په شمول په میلیونونو خلک له بې وځلۍ او کړاؤ سره لاس او ګریوان دي.
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د اعلامیې په اساس، له افغانستان سره د مرستې رسونې لپاره د غوښتل شوو اتیا میلیون ډالري مرستو څخه یوازې دهغو پنځوس فیصدي نغدې پیسې ئې ترلاسه کړي دي.
په دې زمینې کې نړیوالو انسان دوسته اورګانونو په کرتو په افغانستان کې د انساني او روغتیائی بوږنونکوو حالاتو په باب خبرداري ورکړل شوي دي.