یونیسف پر ښځینه کارکونکو د بندیزونو سربېره خپلو مرستو ته دوام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133094-یونیسف_پر_ښځینه_کارکونکو_د_بندیزونو_سربېره_خپلو_مرستو_ته_دوام_ورکوي
په افغانستان کې د یونیسف استازی وايي، د طالبانو د سرپرست حکومت له حکم سره سره چې د ښځو کار منع کړی، د ملګرو ملتونو د دغه دفتر ښځینه کارکوونکو په دغه هېواد کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي دي.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
May 19, 2023 12:00 Asia/Kabul
  • یونیسف پر ښځینه کارکونکو د بندیزونو سربېره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

په افغانستان کې د یونیسف استازی وايي، د طالبانو د سرپرست حکومت له حکم سره سره چې د ښځو کار منع کړی، د ملګرو ملتونو د دغه دفتر ښځینه کارکوونکو په دغه هېواد کې خپلو کارونو ته دوام ورکړي دي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسف عمومي مشر فران ایکویزا د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل: د ملګرو ملتونو ټولې ښځینه کارکونکې په افغانستان کې په کار بوختې دي. ځینې یې له کورونو، ځینې یې په دفترونو او ځینې یې په ساحه کې کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشته ملګرو ملتونو ویلي وو چې که طالبانو ښځو په ملګرو ملتونو کې د کار اجازه ور نه کړي چمتو دی چې د می په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو پریکړه وکړي.

د ملګروملتونو دپرمختيايي پروګرام مسوول ايچم شټاينر وويل چې دملګروملتونو مسوولين د طالبانو له حکومت سره په خبرو بوخت دي او هيله لري چې طالبان به په دغه سازمان کې د ښځو د کار په برخه کې استثنأ کړي.