افغانستان د سی پک په اقتصادي پروژه کې شامل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i133774-افغانستان_د_سی_پک_په_اقتصادي_پروژه_کې_شامل_شو
د دې تړون له مخې به افغانستان د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د چین - پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژه کې چې د «سی پک» په نوم یادیږي شاملیږي.
(last modified 2023-06-01T03:12:00+00:00 )
Jun 01, 2023 07:38 Asia/Kabul
  • افغانستان د سی پک په اقتصادي پروژه کې شامل شو

د دې تړون له مخې به افغانستان د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د چین - پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژه کې چې د «سی پک» په نوم یادیږي شاملیږي.

 

پاکستان او چین د افغانستان لپاره د سی پک په نوم د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې د ۶۰ میلیارد ډالرو د شاملیدو تړون لاسلیک کړ.

افغان غږ خبری آژانس وایی  د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد چارواکو له خپلو چینایی سیالانو سره هوکړه کړې چې د یو کمربند او یوې لارې نوښت افغانستان ته وغځوی.

د دې تړون له مخې به افغانستان د ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د چین - پاکستان د اقتصادي دهلیز په پروژه کې چې د «سی پک» په نوم یادیږي شاملیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دواړو لورو موافقه وکړه چې د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري او اقتصادي مرستو ته دوام ورکړي او افغانستان ته د «سی پک» د غځولو په ګډون په افغانستان کې د پراختیايي همکاریو زیاتولو ته دوام ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې چینايي او پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم افغانستان ته د دې پروژې د غځولو په اړه خبرې کړې دي او د طالبانوحکومت په دې پروژه کې د ګډون او د اړتیا وړ زیربنایي پانګونې د ترلاسه کولو هوډ څرګند کړی دی. دطالبانو دبهرنيو چارو وزير اميرخان متقي له دې مخکې له خپلو چينايي او پاکستاني سيالانو سره د کتنې لپاره اسلام اباد ته تللى و او په دې اړه يې هوکړې ته رسيدلي وو.